څنګه له لمر څخه ځان وساتو؟ د جلدي سرطان د مخنیوي او ژر پېژندنې په اړه ځانګړې مرکه
14 January 2026

څنګه له لمر څخه ځان وساتو؟ د جلدي سرطان د مخنیوي او ژر پېژندنې په اړه ځانګړې مرکه

SBS Pashto - اس بي اس پښتو

About
په اسټرالیا کې د اوړي او ګرمۍ موسم د تفریح، سفرونو او د کور څخه بهرد فعالیتونو وخت دی،ډېری خلک د سمندر غاړو، پارک او د باندې کارونو پر مهال له اوږدې مودې لمر ته پاتې کېږي. له بلې خوا د ګرمۍ له رارسېدو سره د لمر د UV وړانګو شدت لوړېږي، او ددې وړانګو له امله د جلدي سرطان خطر هم ډېرېږي. روغتیايي متخصصین ټینګار کوي چې د جلدي سرطان ډېری پېښې د مخنیوي وړ دي، نو ځکه نن موږ ددې موضوع د نورې روښانتیا او د لمر د وړانګو څخه د ځان ساتنې په موخه له ملبورن میشت ډاکټر ادریس نورزي سره مرکه ترسره کړیې. مهرباني وکړئ بشپړه مرکه دلته واورئ.