
16 January 2026
پاکستان: د خیبر پښتونخوا په تیراه سیمه کې پوځي عملیاتو ځایي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي
SBS Pashto - اس بي اس پښتو
About
د خېبر لرې پرته سیمې تېرا څخه د ځايي اوسېدونکو د بېکوره کېدو بهیر بیا پیل شوی دی. بېکوره شوې کورنۍ وايي چې د سختې یخنۍ په موسم کې له جدي ستونزو سره مخ دي، د نوم لیکنې او اسنادو د بشپړېدو بهیر هم لا تر اوسه په چټکۍ نه دی روان. دا ګام له هغې وروسته اخيستل شوی، چې حکومت په سيمه کې د وسلهوالو ډلو پر ضد د پوځي عملياتو د پيل پرېکړه وکړه. تر اوسه ۲۵ زرو کورنيو ته لومړني اسناد ورکړل شوي، خو د شاوخوا ۵ زرو کورنيو ټوله پروسه بشپړه شوې ده. خلکو ته د سيمې پرېښودو وروستۍ نېټه د جنورۍ ۲۵ مه ټاکل شوې ده۔ مهرباني وکړئ نور مالومات په راپور کې واورئ.