
02 March 2026
د اسراییل، امریکا او ایران ترمنځ جګړه: په هوايي ډګرونو کې بند پاتې مسافر باید څه وکړي؟
SBS Pashto - اس بي اس پښتو
About
د اسراییل، امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له امله ګڼ شمېر پروازونه لغوه شوي او لسګونه زره مسافر په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې بند پاتې دي. همداراز ډېر نور کسان په راتلونکو ورځو کې د سفر پلان لري او له نامعلوم وضعیت سره مخ دي. د دې لپاره چې مسافر په اوسنیو شرایطو کې څه باید وکړي، موږ په ملبورن کې د سفر او سیاحت د خدمتونو له وړاندې کوونکي اسماعیل شاه نیازي سره مرکه کړې ده. مهرباني وکړئ مهم معلومات او سپارښتنې په دې مرکه کې واورئ.